Banner

د لويې پکتيا ادبي تذکره (لسمه برخه)

18.09.2007 22:49


نــــوم        : ولي جان
تخلص       : همزار
دپلارنوم     : حاضر باد شاه
زوکــړه     : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د خوست پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : شبي خېل
 
چاپ شوي اثار :  نه لري
نــا چاپ اثـــار :  يوه  شعري ټولګه
                      
                                شفق
څنګ چې شفق شغلې خورې کړي لـويږي لمرمازيګر
کېږدي زمــــا د زړۀ پـــــــه سر د غمو غـــر مازيګر
يـــــو يـې لاسونـــــه مچوي بـــل ورکـــــــوي څپېړې
يـــــــو عجيبه شــــان ننداره وي دلته هـــــــر مازيګر
لار چې د مينې جوړوي لـــــه يو زړۀ بـــل زړګي تـه
لــــــري رښتيا ده په دې کــــــار کې ډېر هنر مازيګر
څوک يـــــې د زر د تېرېـدو د پـــــــاره ګوتې شماري
څوک يـــــې يـوه لحظه ګڼي لکــــــه سره زر مازيګر
څــــــه جادوګر احساس يې  دى ښايي جــادو بــه لري
ټكوي څومــــــره پـــــه ناز نـاز  د زړګي ور مازيګر
هــــغـــــه د چــــــا خبره خپله تـــــــرينه لار ورکه ده
لا  پــــــــرې اورونـــــــــه وروي دا داخـــتر مازيګر
هـــغــــــه د بــــــرکنډو ديـــــــوال شاته به پټ کېنمه!
کـــــه پېغلې بيا شي نن را ټولـــــې پـــه ګودر مازيګر
دا بــــــه پــــه ډېرو ورځو مياشتو کــــالو ورنه کړمه
نن دې پــــه مـــــا وکړو د مينې يــــــــو نظر مازيګر
خير د ديــــــــدن دې ورکــــــوه ترينه دعــــــــا ټولوه
يـــــــــو څوک چې ستا درته ولاړ وي ببر سر مازيګر
هـــــغــــــه ((همزار)) در يادومـــــه ولې نــــې پېژنې؟
هغه چې تل ځي پــــــه دې لاره لـر و بـــــــر  مازيګر

نـــــوم       : محمد صادق
تخلص       : مشکور ځدراڼ
دپلارنوم     : حاجي زاکيم شاه ځدراڼ
زوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : تر لسم  ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : چراګاه حيدر خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه

                          مينه
مينه کوو مـــــوږ خو کورونه د چا نه ورانوو
دا خو د دوه زړونــو كيسه ده د چا څه ورانوو
مينه مـو کړې ده څه غلا قتل مو نه دى کړى!
موږ محبت شيندو په زړونو کې ترخه ورانوو
په مينه سر ورکوو ځکه چې موږ مينه غواړو
مــــونږه قـــــوت د ظالمانو هم د غره ورانوو
په بـــــربادۍ کې هــــــم اباده سـاتو خپله مينه
د نفرتـــونـــو تصويرونه له خپل زړۀ  ورانوو
داد( مشکور ځدراڼ)اصول دي مينه مينه بولي
د مينې لار کې ديــوالونــه هـــم  پاخه ورانوو

نـــــوم       : المرخان
تخلص       : لمر
دپلارنوم     : عبدالرازق
زوکــړه     : ١٣٦٦  لېږديز لمريز کال
زده کړه     : محصل
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل اومندوزي
کلى          : ميلني
               
                      لاره غواړي
دا د کـــوم انګړ غبار دى تر ځيګره لاره غواړي
د مـــــاښام شبنم لوند کړى تر سحره لاره غواړي
 ماخوځاى په دې کوچنيواو وړو ويالوکې ورکړو
خو دى ډېر دى زورور تــر سمندره لاره غواړي
اې دلبره خپه نـــــــه شې زموږ دې لېوني چم کې
دا د هـــــــر مين تر سر پورې ډبره  لاره غواړي
دام په چل کې ورته کېږده يو ياغي مارغه راغلى
پــه کوڅه دې راروان دى ستا د دره لاره غواړي
( لمر) لــــه څه شي نوره وکړي ملهمونه   د پرهر
چې د هـــر نظر قاتل دى تر پرهره  لاره غواړي

نـــــوم       : باد شاه الدين
تخلص       : مشکور
دپلارنوم     : فضل الدين
زوکــړه      : ١٣٦١ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
دنـــده        : ژورنالېست
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مرکز- متون

چاپ شوي اثار: نه لري
نــا چاپ اثـــار: يوه شعري ټولګه
             
                  غزل
دلبره ولـــــې د لبري نـــــــــه کوې
يار راتــــــه وايي خو ياري نه کوې
څنګه بـــــاور ستا پـه وعدو وکړمه
يـــوه خبره بــــاوري نـــــــــه کوې
زه به مې مــات کړمه بنګړي دلېچو
چې پـــه شرنګا يې شاعري نه کوې
په خوله خو وايې چې به ځم درسره
نـــو د تلو ولـــــې تياري نــــه کوې
(مشکوره) هسې خو خوله نه درکوم
چې راتــــه نه ژاړې زاري نه کوې

نــــوم        : رحمن الله
تخلص       : نسيم
دپلارنوم     : جمال خان
زوکــړه     : ١٣٥٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د روغتيا په برخه کې  په منځنۍکچې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : شبي خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه
               
                   ماتيږي
يا بـــــــــــه سهار يا مازيګر ماتيږي
دا  ستا کوڅه کې بـه مې سر ماتيږي
خاونده هـغه سر مو خاورې مه کړې
پـه کوم يو سر مو چې لښکر ماتيږي
دومــره په خپله ځواني  مـــه نازېږه
زمــــا سينه کې بـه دې ښکر ماتيږي
لــــه هغې پېغلې مې واده کړه مورې
چې خامــوشي پــرې دګودر ماتيږي
( نسيم )به خپله ځواني دودکړي درته
ستـا د ځوانۍ چې پـرې نظر ماتيږي

نـــــوم       : مصطفى
تخلص       : کمال
دپلارنوم     : حاجي عيدمحمدخان
زوکــړه     :١٣٦٠   لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
٣کلى          : پاينده خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه

                      څلوريزه
سبا چې ملامته مــــا او تاګڼي سپين ږيـــري
راځــه نن ټول کارونه د پښتو له مخې وکړو
پـه ډاګ ولاړ ګلان يو جل وهلي که پوهېږې
لاس راچې مينه دواړه دسپرلوله مخې وکړو

نــــــــوم     : معصوم
دپلارنوم     : حضرت ګل
زوکــړه      : ١٣٦٥ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د خوست پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د لومړي کال محصل
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : پاينده خېل

چاپ شوي اثار : نه لري
نــا چاپ اثـــار : يوه شعري ټولګه

              ازغي پاتې شي
هــــغــه چـې لاړه شي خـــالي پاتې شي
خونـــه مې ورانــــه د زړګي پاتـې شي
هـــغــه چې ځي پسرلى ځـان سره وړي
ګلونـــــه ټول يوسي ازغي پـــــاتې شي
ګيلې کړې څلـه د بـــې غـــــــوره جونو
پـه ګودر ډک تـرې خپل منګي پاتې شي
چې پــکې نه وې نـو پرې اورپورې شه
بې لـــه تـــــا څه کــــه پسرلي پاتې شي
کـــه دې داځل لېچې پـــــه لاس راغللې
قسم کـــــه روغ به دې بنګړي پاتې شي
خدايږو په زلفو بــه دې اور پورې کړي
کـــــه دې دا اور اور اننـــګي پاتې شي
بې لــه تا نه رسي منزل تـه (( معصوم ))
کـــه ډېر په لنډو لارو ځي پــــــاتې شي

نـــــوم       : الحاج وزيرمحمد
تخلص       : روغ لېونى
دپلارنوم     :  خواجه محمدخان
زده کړه     :  د هوايي پوهنتون لېسانس او دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو                                                                                                                                                                                                                                                                                              ــ                          ـــ پوهنځي د پښتو څانګې لېسانس او ماسټر.
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مركز- متون
کلى           : بابر

چاپ شوي اثار يې په لاندې ډول دي

١-  اورونـه او ګلونه ١٣٦٨  لېږديز لمريز کال
٢-  زخمونه ملهمونه ١٣٧٨  لېږديز لمريز کال
٣-  پــاکـــــــــه مينه ١٣٧٨   لېږديز لمريز کال
٤-  د مينې خيالونــه ١٣٧٩   لېږديز لمريز کال
٥-  سپيڅلې ولـولـې ١٣٧٩   لېږديز لمريز کال
٦-   نيمــګړې هيلې ١٣٧٩   لېږديز لمريز کال
٧- وختونـه بدلونونه ١٣٨٠  لېږديز لمريز کال
٨-  کلوالــي سندرې ١٣٨١   لېږديز لمريز کال
٩-   ستـړى ژونـــــد ١٣٨١  لېږديز لمريز کال
١٠-  د انګـار هـيلې ١٣٨١   لېږديز لمريز کال
١١-  د وياړ شمـلـې  ١٣٨٢  لېږديز لمريز کال
١٢-  د مينــې ډېوې ١٣٨٣   لېږديز لمريز کال
١٣-  د مينې شــــور ١٣٨٤  لېږديز لمريز کال
١٤- زوړ لستوڼـــى  ١٣٨٤  لېږديز لمريز کال
١٥- سپينې مرغلرې ١٣٨٥  لېږديز لمريز کال

                     خټن کورونه
دا خپل خټين کـــورونــــــه په بنګلو نه بدلوم
وچ کـــاڼي د وطن پـــــه سپينو سرو نه بدلوم
د تن وينه مې ځـار شه د شېرين وطن په مينه
تش نــــوم د کابل جــــــــان په جنتو نه بدلوم
دننګ غيرت سبق مورپه زانګوکې راښودلى
وقـــــــار د افـــغـــــانــــانو په پيسو نه بدلوم
پـــــه ټيټو سترګو نه خورمـه پلو چلو د غيرو
د کــور شړومبې ګډلى پــــه قـورمو نه بدلوم
لازم پــــه هـــــر وګړي درناوى د نورو ژبو
خو زه پــــــه نورو ژبـــــو دا پښتو نـه بدلوم
پـــــه ډاګه درتــــــه وايمه شاعر روغ لېونيه
مذهب ژبــــه کلتور مې پـــــه پردو نه بدلوم

                      د ژړا ډولۍ
لــــــه ډېره غمه تکه سره سره ايشيده ډولۍ کې
څه ښکلې پېغله دسپين ږيري سره تله ډولۍ کې
لــــه کوره ووتـــــه ډولۍ کــــه جنازه وه خلکو
د حسن ميره لــــه خپګانــــــه لړزېده ډولۍ کې
پــلار يې ورکړې په ولور وه که پـه پور خدايه
پـــــه چيغو سر له بى وسۍ نه ژړېده ډولۍ کې
سورې يې وکړلې  په زوره خو چا وانه ورېدې
په چيغو ستړې شوه پرته وه لکه مـړه ډولۍ کې
ډېره پخه راتلونــــــکي ژوند ته ځوريدله ناوې
ماورته پـــام و لکــــه اور کې ورتيده ډولۍ کې
زموږ وطن کې دومره کلکه زور واکي ده ربه
کـــه نه زاړه تــــه پېغله کلــــه ودېده ډولۍ کې
(  روغ لېونيه ) له مــــا هـم اوښکې را وڅڅېدې
زه يولاروى پـــــه لاره تلـم ومې لېده ډولۍ کې

نـــــوم       : رفيع الله
تخلص       : زيار
دپلارنوم    : سخي مرجان
زوکــړه     :  د ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د زمري مياشت
زده کړه     : تر اتم ټولګي پورې
ولايت        : خوست
ولسوالي     : نادرشاه کوټ
کلى          : کپړى

چاپ شوي اثار  : نه لري
نــا چاپ اثـــار  : دوه شعري ټولګې

                  ړسپرلي ته پيغام
سپرليه راوړه د ګلونـــــــــو ډکې ډکې ځولۍ
وطن تــــــه راشه د رنګونو ډکې ډګې ځولۍ
ميرو کې وشينده غــاټول او د لالـــــــه ګلونه
دا د سپين غـــر لمنې بيا کړه زرغونه  ګلونه
بوى د باروتو مو تراوسه په ماغزوکې اوسي
هغه د سرو وينو  ويالې مو په لېمو کې اوسي
نورو کـــالو به چې راتلې تا به راوړل بمونه
وو بـــــه بهير د  جنازو پـه وينو سرۀ لاسونه
وير او مـــاتم و ستا په خوند نـه پوهېدلو هلته
سترګې مـو سرې په چيغو چيغو ژړېدلو هلته
سپرليه راشه نن د سولې پــــه فضا کې راشه
نور تـور تمونو کډه وکړه سپين سبا کې راشه
لږ يې پخلا  کړه  د جنګونـــو مـرورې پېغلې
دا سترمــــــــــنې پښتنې او خيالـــورې پېغلې
اوس د( زيار) د زړګي باغ سپېره خزان ځپلى
دغـــــــــو حالاتو د زړۀ  هريـوه ارمان ځپلى

نــــــوم      : انورالله
تخلص       : صالح منګل
دپلارنوم     : ظاهرجان منګل
زوکــړه     :  د  ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال د لېندۍ مياشت ٢١ مه
زده کړه      : د دوولسم ټولګي څخه فارغ او ديني زده کړې هم لري.
ولايت        :  خوست
ولسوالي     : موسى خېل زوړکوټ
کلى           : څپري منګل

چاپ شوي اثار   : نه لري
نــاچاپ اثــــار   :  يو ديوان چې ١٣٠٠ شعرونه لري

                         تنکۍ ګيلې
ډېر ظلم راتـــــــــه ښکاري حوصلې په کاڼو ولې
د مينې محبت چې فيصلې پــــــه کــــــــــاڼو ولې
دا ستا په يوه ګوزار زمــــــــــا دزړۀ هېنداره ماته
جوړيږي نه، هېڅ وخت چـــې سلسلې په کاڼو ولې
پوهېږې نــــــــه جانــانـه! غمازانو پــــــه لمسون
پـــــــه څه وجه زما  د زړۀ  ويــــالې په کاڼو ولې
خبر چې وې زمــــــــا د مظلوميت په پټ رازونو
انصاف ګڼې همدا تنکۍ ګيلې پــــــه کــــــاڼو ولې
افشا  دې کړل رازونـــه او وعدې دې کړلې ماتې
زمــــــا په مخ د غم اوښکې خولې پــــه کاڼو ولې
نازک زړګى مې ستادلاسه وريت شوپټ سينه کې
د هـيـــــلو امېـــــدونــــــو قافلې پـــــــه کاڼو ولې
پــــرون مـــو طلايي پيالې تحفه کې سره ورکړې
تعجب دى چې نن بيا هـــــغــــه پيالې په کاڼو ولې
د ستا د خوب تعبير (  صالح منګل) کړى و مخکې
اوس شوه راتــــــه معلومـــــه مسئلى په کاڼو ولې

نـــــوم        : جاوېد
تخلص        : دريځ
دپلارنوم     : وزير باد شاه
زوکــړه      :  ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال د ليندۍ مياشت
زده كړه      : د دوولسم ټولګي څخه  فارغ
ولايت        : خوست
ولسوالي     : مرکز- متون
کلى           : درکوټي

چاپ شوي اثار: د پرون يادونه او د سبا هيلې
نــا چاپ اثـــار:  يوه شعري ټولګه او يو ناول
             
                     ځوان ته
دغه وران ويجاړ وطن به جوړوي څوک
د ژړاوو  ډکې خولې بـــــه خندوي څوک
دايـــــوب  او  د مـــــــلالې په عوض کې
په سنګر کې بـه اوس توره پړکوي څوک
د طـــــرزي د اسمان غوندې لوړفـکرونه
دا فکرونـــه به نن سر کې ګرځوي څوک
چې وطن يــــې حاجتمند وي هغـه هر څه
پــــــه جذبـــــه سره به دا قربـانوي څوک
چــې غاښونــــه ککرۍ يې کړې ورمـاتې
دښمنان بــــــه په شرمونو شرموي څوک
ځوانــــــه نن د ستــا موقع ده را بېدار شه
بې له تا به دا کارونــــــه ټول کوي څوک
د ( دريځ) په دې خبره ښه پـــــــــام  وکړه
ستر ارمــــان به د افغان پوره کوي څوک


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.